د زمبابوے كركټ لوبډله قامي لوبډلې سره يو ورځني او ټي 20 سيريز كولو له د نهې په سهار پاكستان ته راورسېده

اسلام آباد۔ 20 اکتوبر(اے پی پی) د زمبابوے كركټ لوبډله قامي لوبډلې سره يو ورځني او ټي 20 سيريز كولو له د نهې په سهار پاكستان ته رارسېدلې ده۔ د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) وياند له مخې زمبابوے سكواډ د دبئ د لارې اسلام آباد ائيرپورټ ته راورسېده۔ په اسلام آباد ايئرپورټ د پي سي بي چارواكو زمبابوے كركټ لوبډلې ته هركلې ووې۔ هوټل ته په رسېدو د زمبابوے سكواډ د كووډ 19 ټېسټونه كولې شي۔ مېلما سكواډ به د نهې ورځې څخه د آئسولېشن خپله 7 ورځنۍ موده ترسره كوي۔ د زمبابوے لوبډله به پاكستان سره د يو ورځني او ټي 20 مېچونو سيريز كوي۔ راولپنډي كركټ سټېډيم كښې به درې يو ورځني مېچونه كولې شي كومو كښې به چې اولنې مېچ د روانې مياشتې په 30 مه نېټه دويم د نومبر په اولنۍ نېټه او درېم او وروستې مېچ به د نومبر په 3 مه نېټه كولې شي۔ دې نه وروستو به د ټي ټونټي سيريز مېچونه لاهور كښې د نومبر په 7 مه ٬ 8 مه او 10 نېټه كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د زمبابوے كركټ چيئرمېن تيوانګا موكلاني او د پاكستان او زمبابوے كركټ لنډ مهاله اېم ډي ګيومور ماكوني تېره ورځ پاكستان ته رارسېدلې دي