د بلوچستان كركيلې پرمختګ لپاره بلها موقعې شته۔ د ډاکټر عارف علوي د زرعي پرمختګ او پراختيا په اړه د لوړ كچې غونډې ته وېنا

APP33-23 QUETTA: October 23 - President Dr. Arif Alvi presiding over a meeting of Agriculture Department at Governor House. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي بلوچستان د كركيلې پرمختګ لپاره بلها موقعې لري كومې چې د غوره لائحې د لارې كارولو ته اړتيا ده٬ صوبه كښې د كراپس اېډنټي فكېشن لپاره دې سپارکو سره نزدې رابطه ولرلې شي دغسې چې جديد تكنيك څخه ګټه پورته كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټه ګورنر هاٶس كښې د د زرعي پرمختګ او پراختيا په اړه د لوړې كچې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ غونډه كښې د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام، د بلوچستان ګورنر امان اللہ ياسين زئي ، صوبائي وزيران مير سليم خان کھوسو ٬ نور محمد دمړ د بلوچستان چيف سېكرټري کيپټن (ر) فضيل اصغر د زراعت سېكرټري قمبر دشتي هم موجود وو۔ صدر ووئيل د بلوچستان زرعي سباٶن ښه كولو لپاره اقداماتو ته اړتيا ده او دې مقاصدو لپاره د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ ډاډګيرنه پكار ده او د وفاقي حكومت د بېليون ټريز پروژه د اېګريكلچرل ستراتېژۍ سره لنك كولو او د زرعي پرمختګ بهترۍ لپاره استعمالېدې شي۔ صدر ووئيل بلوچستان كښې د زراعت اېګريکلچر فشريز كښې د پرمختګ بلها موقعې شته٬ په دې څانګو كښې پرمختګ لپاره په سم لوري ګامونو ته اړتيا ده او ترلاسه آبي وسائل په سم او محتاط استعمال كوټلي زرعي پرمختګ له معاون ثابتېدې شي۔ ده ووئيل دا مهال د چين پشمول ګرده نړۍ كښې د حلالې غوښې طلب زيات شوے او د بلوچستان په ګډو بيزو كښې د خلې او كهر رنځ مخنيوي سره زرمبادله ګټلې كېدې شي۔ ده ووئيل صوبه كښې د پېدا كېدونكو بېلا بېلو فصلونو په اړه په وخت معلومات ترلاسه كولو لپاره سپاركو څخه تكنيكي مرسته دې ترلاسه كړې شي او د وفاقي حكومت لخوا زرعي معلومات لپاره جوړ كړے آئي ټي ايپليکيشن مرستياله ثابتېدې شي۔ صدر ووئيل د زرعي پرمختګ هدفونه سر كولو لپاره هنر مند افرادي قوت ضروري دے او دې مقصد لپاره نېشنل اسکلډ پوهنتون څخه خدمات ترلاسه كېدے شي۔ غونډې ته د بلوچستان چيف سېكرټري فضيل اصغر په صوبه كښې د زرعي څانګې او د ترلاسه آبي وسائلو په اړه بريفنګ هم وركړو