د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د اطلاعاتو او تعلقات عامه محكمې دورہ

پېښور 19 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سنيټر شبلی فراز وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او تعلقات عامه محکمې كوټلې نظام د ستانئې وړ دے۔ محکمه كښې اصلاحاتی ایجنډے او شفافیت باوري كولو له د اشتهاراتو آن لائن سسټم معرفي كول لويه کامیابی او د اوسني حکومت د ډیجټلائزیشن پالیسۍ بشپړولو پلو مهم اقدام دې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د اطلاعاتو او تعلقات عامه محکمې خېبر پښتونخوا د اطلاع سیل دورې په موقع وكړه۔په دې موقع د اطلاعاتو سیکرټری ارشد خان او ډائریکټر جنرل امداداللہ هم موجود ؤ۔ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ د اطلاعاتو او اعلی تعلیم خاص مرستيال کامران بنګش وفاقی وزیر شبلی فراز له د محکمې په اړه تفصیلی بریفنګ وركولو سره ووئيل د اطلاعاتو محکمه په جديد ډول روانولو له عملی اقدامات كوو۔ اولس د حکومتی اقدامات او اصلاحات په اړه خبرولو له او منفی پروپیګنډه زائل کولو له د اطلاعاتو كوټلې نظام په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ کامران بنګش ووئيل د اطلاعاتو او تعلقات عامه محکمه پرنټ او الیکټرانك ميډيا نه علاوہ ډیجیټل میډیا پلیټ فارم څخه هم تصدیق شوې خبرونو ترویج او بې بنسټه ډنډورو مخنيوي له مهم کردار ترسره كوي۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د اطلاعاتو محکمې کارکردګی ستائلو سره ووئيل موجودہ دور كښې د اطلاعاتو محکمې کردار مهم دې ٬ په بې بنسټه ډنډورو او دروغو اډانه خبرونو خپريدو مخنيوي لپاره د اطلاعاتو په محکمې لوئې ذمه وارۍ راځي۔ ده ووئيل کارکردګی لا ښه كولو لپاره د اطلاعات وفاقی او صوبائی محکمې د يو بل تجربو څخه استفادہ کولې شي