د آزادي كشمير ټين پن باؤلنګ چېمپين شپ د پايې دستوره نن كېږي

اسلام آباد۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان ټین پن باؤلنګ فېډرېشن ترسېوري لاندې او د ډي اېچ اے ګجرانواله ٬ ماؤټن ډيو اېنډ ډېكسي پاكستان په مرسته د روان آزادي كشمير ټين پن باؤلنګ چېمپين شپ د پايې دستوره نن د زيارت په ورځ ماښام 5 نيمې بجې لېژر سټی باؤلنګ کلب جناح پارک پنډی كښې كېږي۔ تېره ورځ د پاكستان ټين پن باؤلنګ فېډرېشن صدر اعجاز الرحمن ووئيل ټورنامنت كښې ګرد هېواد څخه د سړو او مېرمنو لوبډلې برخه اخلي۔ د ټورنامنټ په ختمېدو به د پايې دستوره كښې بريالو لوبغاړو ته انعامونه وركولے شي