د آئي اېس پي آر ډي جي لخوا د ابھي نندن خوشې كولو پحقله د وضاحت نه پس نور ګنجائش نشته۔ شاه محمود قرېشي

APP52-28 MULTAN: October 28 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi talking to media persons after inauguration of Metro Cash and Carry at Bosan Road. APP photo by Safdar Abbas

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د آئي اېس پي آر ډي جي لخوا د ابھي نندن خوشې كولو پحقله د وضاحت نه پس نور ګنجائش نشته۔ ۔ د زيارت په ورځ ده واضح كړه كوټلي موقف سره خبر يو څيز دې او د خوشامندګرۍ پاليسۍ بل څيز دې ٬ ما پرون هم واضحه كړې وه چې د اياز صادق خبرې غېر ذمه وارانه وې، د دې غېر ذمه وارانه خبرو نه پس د هند ھغه ايئر چيف هم د ناقص كاركردګۍ په سوب اخوا كړې شوې ھغه هم په ډاګه بيانونه كړې او پاكستان د ذمه وارۍ څرګندونه كرې د كومې چې نړۍ ستائنه كړې ۔ ده ووئيل لومړۍ مونږ هند ته سبق ښودلې او د ھغې نه پس مو تاٶ تريخوالې كمولول پاره اقدامات وكړل دې ته وائي “دانشمندي”۔ د بده مرغه كښې كور نه داسې خبرې كېږي نو دې سره به په سوشل ميډيا د پاكستان په ضد د ناٶړه خبرو كوٶنكو بيانيې ته تقويت ترلاسه شي كوم چې د افسوس وړ خبره ده ۔ شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ھغوي وضاحتي بيان سره خو دا تاثر ترلاسه كېږي چې اياز صادق د بل په لاسونو كښې لوبېږي٬ ھغه له داسې پكار نه ٶ٬ هند خو پاكستان د لاندې كولو تل لپاره موقعې لټوي كه دا ډول بيانيه وركړې شوه نو ھغوي به يقيناً دا استعمالوي٬ زه به مختصراً دا ووايم چې د دوي بيان غېر ذمه وارانه دې او د موقعې او محل نه لرې ٶ٬ د اياز صادق دې بيان د پاكستان خدمت نه بلكې پاكستان ته زيان رسولې دې ٬ ده ووئيل زه دا ګڼم چې مونږ له به مخ په وړاندې تګ كول وي او د ھغه څيز نه به ډډا كول وي چې كومه غلطي وي او ھغه به بيا په ژبه نه راول