امریكه كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو شميره 84 لكهه 56 زره څخه زياته شوه، 2 لكهه 25 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 20 اكتوبر (اے پی پی) امریكه كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو شميره84 لكهه 56 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 25زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 8456653 ته رسيدلې۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 2728163 ده دغسې د وائرس له امله ټول هيواد كښې تر اوسه 225222 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې امریكا كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره زياته شوې ۔چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي 55 لكهه كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټول زيات ځپلے شوے هيواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبني كیس تشخیص سږ كال په 22 جنوری شوے ؤ۔