افغان وردك ولايت كښې د مائن په چاؤدنه كښې 5 كسان مړه ، 9 ژوبل

كابل 20 اكتوبر (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت وردك كښې د مائن په چاؤدنه كښې 5 كسان مړه او 9 ژوبل شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د حكومت وياند محب الله شریف زئی د پېښې تصدیق كولو سره ووئيل دا پېښه د نهې په ورځ جلریز ولسوالۍ كوټا اشرو كښې په مركزي ستره لاره رامخې ته شوي چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 9 ژوبل شوي كوم چې صوبائی سرښار میدن شار روغتون ته رسولے شوي۔