لندن۔17 اکتوبر(اے پی پی) تراوسه پورې په نړۍ کښې په کورونا وائرس د اخته کسانو شمېر شاوخوا 4 كروړه ته رسیدلی. په تیرو24 ساعتونو کښې 4 لكه نه زيات نور كسان په دې وائرس اخته شوي دي. په دې مهال نور 60106 كسان مړه شوي دي چې ورسره ګرده نړۍ كښې د مړو شمېر 10 لكه 9 زره 252 ته رسېدلې دې۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال تر ټولو زياته كېسونه امريكا ٬ هند او برازيل كښې ريكارډ كړې شول۔ په اروپاﺀ كښې هم د كورونه وائرس په دويمه چپه كښې شدت رامخے ته شوے دے۔