هند كښې د كورونا وائرس ځپليو رنځورانو شمېره 75 لكه ته ورسېده

نوې ډيلې ۔18 اکتوبر (اے پی پی) هند كښی د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 62 زره كېسونو رامخې ته كېدو نه وروسته ګرد هېواد كښی د كورونا وائرس ځپلييو مجموعي شمېره 75 لكه ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت د اتوار په ورځ ميډيا ته ووئيل چې په دې مهال 1,033 كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د دې رنځ د لاسه تر دې دمه ټول 114031 كسان د مرګ خلې ته تلي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هند د امريكا نه وروستو د كورونا وائرس د لاسه زيات ځپلې شوې د نړۍ دويم هېواد دے