مقبوضه بېت المقدس ۔18اکتوبر(اے پی پی) د كورونا وائرس وبا له امله د مسجد اقصی بندې دروازې د اتوار په ورځ 30 ورځې پس لمونځ كوؤنكو لپاره يو وارے بيا پرانستلے شوے۔ اسرائيلي پوځ او پوليس د روغتيا وزارت په احكاماتو د پخواني بېت المقدس فلسطيني وګړي او د مسجد د تعميراتي كمېټۍ غړي 30 ورځې وړاندې مسجد اقصی ته ننوتلو نه منع كړې وو۔ په دغه مهال مسجد اقصی كښې لمونځ كولو له راتلونكي د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي نيولې شوي وو۔ مسجد اقصی چې څه وخت د سحر لمونځ لپاره پرانستلے شو نو دغه مهال لوئے شمېر فلسطيني وګړي اولنۍ قبلې ته حاضرېدو له د خپلو كورونو نه راووتل۔