ګرد هېواد كښی د كورونا وېروس دوهمه چپه راتلې شي۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت

ریاض ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د سعودي د روغتیا وزارت ویاند ، ډاکټر محمد العبد العلي وئیلي چې کورونا وېروس 14 ورځې عمر لري ددې دويمه چپه راتلې شي۔ د سعودي د نشرونکي ادارې له مخې رياض كښې د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل تر دې دمه د کورونا ویروس په جوړښت کښې کوم بدلون نه دی ثبت شوی چې له امله ئې په سعودي عربستان یا د نړۍ په کوم بل ځای کښې د کورونا وېروس دوهمه چپه رامخې ته كېدې شي۔ د روغتیا وزارت ویاند ووئیل چې په سعودي عربستان کې د کورونا ویروس د پیښو شمیره تر 55 فيصده راټیټه شوې او کموالی یې دوام لري.ویاند زياته كړه چې اوس صورتحال تر کنټرول لاندے دے. هغه ووئيل له کورونا څخه د راستنیدونکو خلکو تناسب 95 فيصد نه لوړ شوے دے۔