متحده عرب امارات كښې د مېرمنو تنخاګانې د ناريناٶ برابر شوې

دبئي 25 ستمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات نجي ادارو او کمپنيو كښې د مېرمنو تنخاګانې د ناريناٶ برابر كړې شوي۔ د العريبيه نيوز له مخې د يو اے اي شېخ خليفه بن زېد النهيان صدارتي فرمان جاري كولو سره په نجي ادارو كښې د كار كوٶنكو مېرمنو تنخاګانې د ناريناٶ برابر كړي۔ په صدارتي فرمان كښې امر شوے چې كه يوه مېرمن د نارينه غوندې كار كوي نو د ھغې محنت به د سړي غوندې وي، دغسې چې يوه مېرمن د نارينه كاركن برابر كار كوي نو د دواړو نتخا به هم يو شان وي۔ د يادونې وړ ده د متحده عرب امارات د كال 1980 جاري وفاقي قانون په دفعه 32 كښې د ملازمې مېرمن او د ملازم سړي په تنخا كښې فرق ساتلے شوے ٶ