فلسطيني حكومت عمومي اسمبلۍ ته په خطاب كولو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه

اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) فلسطینی حکومت د وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته اوسنې بيان ستائلو سره مننه كړې ده كوم كښې چې وزيراعظم د فلسطين مسئله يو ژور زخم ګرځولې۔ پاكستان كښې د فلسطيني سفارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز كښې وئيلي شوي دي چې فلسطينې حكومت ، اولس او سفارت د ملګرو ملتونو په فورم دفلسطين مسئله په مؤثره او معقول ډول رامخې ته كولو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔ پرېس ريليز كښې ووئيلې شؤ چې د پاكستان سياسي ګوندونه ٬ ميډيا او سول سوسائټي فلسطين سره د يو والي څرګندونه كوي او د فلسطين مسئلې په ملاتړ كولو هر يو پاكستاني وګړي ته سلام هم وړاندې كوي او په دوئي وياړ لري۔