سوريه كښې موټري بمي چاؤدنه ٬ 7 كسان مړه ٬ 10 ټپيان

دمشق ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د سوريې شمال ختيځ ولايت ھساكه كښې د موټري بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 7 كسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي۔ د سوريې د رسمي خبر رسنې ثنا له مخې د هساكه صوبې راس العېن ښار كښې ترسره شوې موټري بمي چاؤدنه كښې لږ تر لږه اوه تنه ووژل شول. په مړو کښې دوه ماشومان هم شامل دي. دا خبره دې ياده وي چې د تېر كال اكتوبر مياشت كښی سوريه كښې د كرديانو د انتظام لاندې سيمو كښې د ترك آپرېشن نه وروستو راس العېن او د شمالي سوريې په نورو ښارونو د ترك ځواكونو او د ترك ملاتړ كوؤنكو ياغيانو كنټرول دے۔