د نيوزي لېند وېمنز لوبډله روانه مياشت آسټريليا ته ځي

آکلېنډ ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) د نیوزی لېنډ مېرمنو لوبډله به روانه مياشت آسټريليا ته ځي۔ نیوزی لېنډ وېمنز لوبډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي ټونټي او درې يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د نیوزی لېنډ وېمنز لوبډلې مشري به سوفی ډیوائن او د آسټرېلوی وېمنز لوبډلې میګ لېننګ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي ټونټي سيريز اولنې مېچ به د روانې مياشتې په 26 مه دويم په 27 مه او درېم او وروستې مېچ په 30 مه نېټه كېږي۔ دې نه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 3 اکتوبر، دويم په 5 اكتوبر او دريم او ورستې مېچ په 7 اكتوبر كولې شي۔ دا ټول مېچونه به برسبين كښې كېږي