د عمرې اجازه به له 18 څخه تر 65 کلونو عمر لرونکو ته ورکړې شي۔ د حج وزیر

مکه ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د حج او عمرې وزیر وئیلي دي چې د عمرې اجازه به له 18 څخه تر 65 کلونو عمر لرونکو کسانو ته ورکړې شي۔د حج او عمرې لپاره د سعودي رسنۍ وزیر ووئیل د عمرې اجازه به له 18 نه تر 65 کلونو پورې کسانو ته ورکړې شي۔ دې لپاره به هیڅ فیس ترلاسه كولې نه شي۔ هغه ووئیل چې د سعودي مشرتابه لارښوونو سره سم باید د اضطراري روغتیا په حالت کې د عمرې ادا کولو خلکو ته ټولې اسانۍ وركړې شي۔ د سعودي د حج وزیر ووئیل چې مسجد الحرام ته تللو لپاره په اعتمرنا نومې اېپ بكنګ ضروري دے۔ له دې پرته به هیچاته اجازه ورنکړې شي چې حرم شریف ته ننوځي. زمونږ هدف د عمره كوؤنكو او د مسلمانانو روغتیا او د سلامتيا تحفظ دے۔ دا به په هر قیمت باوري كولې شي۔ هغه زیاته کړه چې د بهرنیو حاجیانو تګ راتګ لپاره یوه ځانګړې لاره جوړه شوې ده. هغه ووئیل چې د روغتیا وزارت د هغو هیوادونو فهرست خپور کړې د كومو اوسېدونكي چې عمره ادا كولو له راتلې شي