حکومت به د نواز شریف د بیرته راوستو لپاره ټولې قانوني غوښتنې پوره کړي ، د فاسد تورونو یوه ډله راحت غوښتلو لپاره راټوله شوې ، خو وزیر اعظم عمران خان به د احتساب په مسئله کښې جوړجاړی نه کوي ، د شهباز شریف زوی سلمان شهباز یوازې د 3 اربه روپو مني لانډرنګ كړے دے۔ دے هم بايد راوستلے شي۔ مریم نواز د مس يوز آف اتھارټي بېنېفشري پاتې شوې ده۔ هغه به د خپلو بدعنوانو حساب وركوي۔ د وزيراعظم د احتساب سلاكار شهزار اكبر نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د احتساب داخله چارو سلاكار شهزاد اكبر وئيلي دي حكومت د عدالتي پرېكړې احترام كولو سره نواز شريف ته بهر هېواد ته درملنو له د تلو اجازه وركړې وه۔ دده پخپله بېرته راتلل مشكل ښكاري۔ ولې حکومت به د نواز شریف د بیرته راوستو لپاره ټولې قانوني غوښتنې پوره کړي ، د فاسد تورونو یوه ډله راحت غوښتلو لپاره راټوله شوې ، خو وزیر اعظم عمران خان به د احتساب په مسئله کښې جوړجاړی نه کوي ، د شهباز شریف زوی سلمان شهباز یوازې د 3 اربه روپو مني لانډرنګ كړے دے۔ دے هم بايد راوستلے شي۔ مریم نواز د مس يوز آف اتھارټي بېنېفشري پاتې شوې ده۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خصوصي خبرو كښې ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) دا تاريخ پاتے شوے دے چې كله هم په دوئي سخت وخت راغلے دے او دوئي د اقتدار نه بهر وي نو دوئي خپل كارمندان پرېښودلو سره بهر هېوادونو ته تېښته كوي۔ دا څنګه لارښود دي۔ ده ووئيل د لوټ مار زياته برخه به نواز شريف ته وركولې شوه۔ ځكه د شهباز شريف او دده ځامنو د لوټ مار بېل بازار ګرم كړو۔ د شهباز شریف زوی سلمان شهباز یوازې د 3 اربه روپو مني لانډرنګ كړے دے۔ دے هم بايد راوستلے شي۔ شهزاد اکبر ووئيل د ن لیګ مشرتابه احتساب نه بچ كېدو لپاره زمونږ د وېرولو هڅه كوي چې صبا ستاسو وار راروان دے۔ د بدعنوانه عناصرو يو بل سره لوظنامه خو كېدې شي ولې حكومت به دوئي ته نه رعايت وركړي او نه به ددوئي د احتساب نه شاته شي۔