تر دې دمه د ګلګت بلتستان د صوبې په حقله کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې ، د کشمير مسلې په اړه د پاکستان دريځ په ټوله نړۍ كښې منل شوی دی ، هند غندل شوی دی. دهند د جارحيت او بيانونو نه يرېږو نه۔ هند كه د فالس فلېګ آپرېشن هڅه وكړه نو خله ماتې ځواب به وركړؤ۔ د سلامتيا چارو خصوصي مرستيال ډاكټر معيد يوسف د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خبرې

اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سلامتيا چارو خصوصي مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي تر دې دمه د ګلګت بلتستان د صوبې په حقله کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې ، د کشمير مسلې په اړه د پاکستان دريځ په ټوله نړۍ كښې منل شوی دی ، هند غندل شوی دی. دهند د جارحيت او بيانونو نه يرېږو نه۔ هند كه د فالس فلېګ آپرېشن هڅه وكړه نو خله ماتې ځواب به وركړؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي چېنل يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د فعاله سفارت كارۍ له امله ټوله نړۍ د كشمير حقيقت نه خبر شوې ده۔ هند ته په نظر راغلې چې اوس په نړيواله كچه د هغه بيانيه نه چلېږي ځكه هغه اوس ناوړه چالونه كاروي۔ ولې هغه به خپل ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔ ده ووئيل پاكستان معاشي استحكام او منطقه كښې امن له هڅې كوي۔ ده ووئيل كه هند د فالس فلېګ آپرېشن هڅه وكړه نو خله ماتې ځواب به وركړؤ