اولپمك لوبو څخه به ایران نه ويستلے كېږي ، آئی او سی

لوزان 16 ستمبر (اے پی پی) د ایران پهلوان نوید آفکاری له د پھانسی سزا وركولو نه پس د ایران حکومت په نړيواله كچه د تنقید ښكار شوے٬ خو د اولپك نړيوالې كمېټۍ وئيلي دي ایران به د اولمپك لوبو څخه نه ويستلے كېږي ۔ آئی او سی په يو بيان كښې وئيلي دي اولمپك لوبو څخه به د ایران خارج كولو نتیجه دا وي چې په هېواد كښې لوبغاړو ته يواځې په دې وجه سزا وركړې كيږي چې هغه د يو مخصوص سیاسی یا قانونی نظام ترمخه پاتې كيږي۔ تيره اوونۍ 27 كلن افکاری له د مرګ سزا اورولې شوې وه۔ په هغه په اګست 2018 كښې د حکومت مخالفو مظاهرو په مهال د يو امنيتي اهلكار د وژلو تور ؤ۔ چارواكو له مخې افکاری د حراست په مهال د جرم اقرار كړے ؤ