ملګري ملتونه ۔ 15 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن وئيلي چې د تېرو څلور ورځو په مهال سوډان كښې د سېلاب ځپليو شمېره 160000 نه زياتېدو سره 720000 او د سېلاب د لاسه د مړو شمېره 102 ته رسېدلې ده۔ ملګرو ملتونو ووئيل چې د سېلاب د لاسه 71000 كورونه بېخي ويجاړ شوي دي او 72 زره نورو ته زيان رسېدلے دې۔ دغسې 3300 نه زيات ځناور مړه شوي دي۔ سرکاری ، د ملګرو ملتونو ايجنسو او غېر سركاري تنظيمونو نزدې 200000 وګړو ته د خوراك څښاك او نور د ضرورت سامان رسولے دے