نیویارک۔ 15ستمبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د امريكا سفير زلمے خليل زاد وئيلي دي چې افغانستان كښې جنګ بندۍ او د امن ودې په لړ كښې تاريخي امن مذاكراتو لپاره د 5 زره طالبان بنديوانو خوشې كېدو په لوظنامه خوشحاله نه وو ولې ځينې وختونو كښې د هېواد په ګټه ګرانې پرېكړې كول وي۔ د برطانوي خبر رسنې ادارې له مخې زلمے خليل زاد خپله مركه كښې ووئيل د پخوانو بنديوانو د يووارې بيا جنګيالي جوړېدو يا د امن وضعې ته د زيان رسولو په اړه كوم ثبوت نشته۔ ده وئيل د امن لوظنامې لپاره په طالبانو كښې چې كوم زيات خطرناك شمېرلې شول د هغوي د خوشې كولو په لوظنامه صلاح كېدل يوه غلطي وه او زه په دغه لوظنامه خوشحاله نه وم۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن او انټرا افغان لوظنامې له افغان حكومت يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے او دے لپاره د 5 زره طالبانو بنديوانو د خوشې كولو په ډول ګرانې پرېكړې شوي دي كومې چې زما لپاره د ستائنې وړ دي