چين د سيمې امن او استحكام په ځائې ساتلو له پاكستان سره عسكري اړيكې لا مضبوطولو كښې خوښي لري د چين دفاعي اتاشي مېجر جنرل چين وېن ونګ خپل پلاوي سره د آئي اېس پي آر دوره ٬ دډي جي آئي اېس پي آر مېجر جنرل افتخار د پي اېل اے جوړېدو په سالګره د چين پلاوي ته مباركي پاك پوځ او پي اېل اے د پاك چين ستراتيجيكي اړيكو مهم جز دے۔ د دواړو وسله والو ځواكونو ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو وياړ دے۔ د پاك پوځ چيف آف جنرل قمر جاوېد باجوه۔ پاك چين عسكري اړيكې وخت تېرېدو سره مضبوطې شوي دي۔ پاك چين ملګرتيا به ټول عمري قائمه وي۔ مېجر جنرل چين وېن ونګ

پېنډۍ ۔ 01 اګست (اے پی پی) چين د سيمې امن او استحكام په ځائې ساتلو له پاكستان سره عسكري اړيكې لا مضبوطولو كښې خوښي لري۔ د چین دفاعی اتاشی مېجر جنرل چین وېن ونګ خپل پلاوي سره د آئي اېس پي آر دوره وكړه۔ چينائي پلاوي دا دوره د چین پیپلز لبرېشن آرمی جوړېدو 93 مې سالګرې په موقعه وكړه۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار د پاك پوځ سرلښكر لخوا د چينائي پلاوي هركلې وكړو او د پي اېل اے په سالګره ئې چينائي پلاوي ته مباركي وركړه۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چينائي پلاوي په نامه خپل پېغام كښې ووئيل پاك پوځ او پي اېل اے د پاك چين ستراتيجيكي اړيكو مهم جز دے۔ د دواړو وسله والو ځواكونو ترمينځه د ورورولۍ په اړه وياړ دے۔ د چين دفاعي اتاشي مېجر جنرال چين وېن رونګ ووئيل پاك چين عسكري اړيكې وخت تېرېدو سره مضبوطې شوي دي۔ پاك چين ملګرتيا به ټول عمري قائمه وي۔ ده ووئيل چين د كورونا په مهال د پاكستان په ټولو څانګژ كښې هڅې ستائي۔ د چين سفير ياؤ جنګ هم د پي اېل اے په سالګره خپل پېغام كښې ووئيل پاک چین عسکری اړيكې د ستراتيجېكي مرسته ستن دي۔ چين پاكستان سره عسكري اړيكې لا مضبوطول غواړي۔ ياؤ جنګ ووئيل منطقه كښې امن او استحكام په ځائې ساتلو له به پاكستان سره عسكري اړيكې مضبوطول وي