نائيجيريا، د نامعلومو وسله والو په ډزو 13 كسان مړه شول

ابوجا 11 اګست (اے پي پي) د نائيجيريا په مېنځني شمالي ايالت بېنيو كښې د نامعلومو كسانو په ډزو د لږ نه لږ 13 كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د بريد تصديق كولو سره د پوليس وياند کېتھرين انېنے ووئيل نامعلومه بريد كوٶنكو په اېډيكوي اولسوالۍ كښې په خلقو ناتاره ډزې كړې چې په كښې يو شمېر كسان مړه شوي دي