سعودي عربستان كښې د كورونا كېسونو كښې كمې

مکه مکرمه۔ 01 اګست (اے پی پی) سعودي عربستان كښې كورونا رنځوران تندۍ سره مخ په ښه كېدو دي۔ د روزانه كېسونو په شمېره هم تر ډېره حده كمې رامخې ته شوې دې۔ په خاص توګه په مدينه منوره كښې ډېر كم كېسونه راپور شوي دي۔ سعودي عربستان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال كورونا څخه د روغ شويو رنځورانو شمېره د نوې كېسونو په مقابله كښی ډېره زياته ده۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت د خالي په ورځ د كورونا 1,759 نوې كېسونو تصديق كړې ده او 2,613 رنځوران ښه شوي دي۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت لمخې د كورونا كېسونو ټوله شمېره 2,72590 ته رسېدلې ده۔ د د نورو 27 رنځورانو په حق رسېدو سره د دې رنځ دلاسه سعودي عربستان كښې د مړو شويو شمېره 2,816 ته رسېدلې ده۔ دا مهال په سعودي عربستان كښې د فعال كېسونو شمېره نزدې 44 زره ده۔ په دې كښې د 2 زره رنځوران حالت اندښمن ښودلے شي۔