روس كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 8 لكهه 92 زره څخه زياته شوه ، 15 زره كسان مړه شول

ماسكو 11 اګست (اے پی پی) روس كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 8 لكهه 92 زره څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د روس خبر رسنې ادارې له مخې كورونا وائرس اوس هم د هيواد په ځينې سيمو كښې تندۍ سره خپريږي۔د روس د روغتيا وزارت له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 892654 ته رسيدلې دغسې د روس په بيلو سيمو كښې تر اوسه 15 زره كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې روس كښې دا مهال د كورونا فعاله رنځورانو شميره 180972 ده۔ روس كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا ځپليو 5118 رنځورانو اندراج شوے ۔ روس كښې د كورونا وائرس وړومبے كیس سږ كال په 10مارچ رامخې ته شوے ؤ۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس ځپلې 696681 كسان ښه شوي دي