د چينو په بحران كښې د ككړو عناصرو په ضد عمليات په كاميابۍ سره روان دي، وزيراعظم عمران خان به د مافيا په ضد جنګ كښې بريالے كېږي

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د پخوانو واكمنو لخوا د پرېښودے شوو معاشي چېلنجونو په مړانه مقابله كوي، په دوه كالو كښې دننه بهرنې خساره په كلنه توګه د 20 اربه ډالرو څخه درې اربه ډالرو ته راغلےې ،د چينو په بحران كښې د ككړو عناصرو په ضد عمليات په كاميابۍ سره روان دي، وزيراعظم عمران خان به د مافيا په ضد جنګ كښې بريالے كېږي، راوي پروجيکټ انقلابي منصوبه ده چې ورسره به د روزګار موقعې راپېدا شي، حکومت د چينو پشمول د ضرورت د نورو څيزونو بيعه ټيټولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي، د کرونا خطرہ اوس هم شته ٬ اولس دې په اېس او پيز عمل جاري وساتي۔ د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې وفاقي وزير ووئيل د اېن سي او سي په غونډه كښې هره ورځ د كرونا د شمېرو جاج اخستې كېږي، د تېرو دريو اوونيو راهسې د كرونا په كېسونو كښې پرله پسې بهتري راروانه ده ، د وباء خطر اوس هم شته دې لپاره اولس دې په اېس او پيز عملدرامد جاري وساتي۔ اسد عمر ووئيل حکومت د نېب په قوانين كښې بهترۍ لپاره آرډيننس وړاندې كړے ٶ خو مخالفه ډله په دې معامله سنجيده نه ده۔ده ووئېل مخالفه ډله د نېب قانون كښې د بدلون په شا 34 نكاتي اېن آر او پلس غواړي كومه چې په اوسني دوره كښې ممكنه نه ده ۔ ده ووئيل نواز شريف او شاهد خاقان عباسي چې هېواد سره څه كړي اولس ته به ئې وړاندې كوٶ٬ د نېب ټول سېټ اپ پخوانيو حكومتونو جوړ كړے او نېب هم د دغه جوړ قانون له مخې شاهد خاقان عباسي زندان ته اچولے ٶ۔ ده ووئيل نېب يو خپلواكه اداره ده حكومت ئې په كارونو كښې مداخلت نه كوي، حكومت د چا څخه سياسي انتقام نه اخلي ځكه چې د حكومتي غړو په ضد هم تحقيقات كېږي۔ده ووئېل مخالفه ډلې چې څومره شور كول غواري كوي دې وزيراعظم عمران خان به د بدعنوانه عناصرو په ضد د احتساب عمل نه يو قدم هم نه په شا كېږي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم د چينو بيعه د سلو روپو نه زياته شوې وه خو هېڅ تحقيقات نه وٶ شوې٬ موجودہ حکومت د چينو د بحران تحقيقات كړي او د چينو مافيا په ضد اپرېشن روان دے او د دوي په ضد كريمنل مقدمې درج كېدونكې دي