د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 234مه غونډه

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 234مه غونډه په جي اېچ كيو كښې وشوه چې پكښې د سټراټېجك او قامي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر د اړخه جاري بيان ترمخه په غونډه كښې د كنټرول لائن په وضعه په پاك افغان پوله او د هېواد په كورنۍ سلامتيا خبرې وشوې۔غونډې د افغان مفاهمتي بهير د پېشرفت ستائنه وكړه او د افغانانو ترمينځه د مذاكراتو زر تر زره انعقاد له يې هيله څرګنده كړه۔دغسې د پاك پوځ سرلښكر د فارمېشنز آپرېشن د چمتو والي ستائنه وكړه او د كورونا وباﺀ او د قحطي ملخانو خطر مخ نيوي له يې د سول انتظامي ملاتړ له د پوځ هڅې هم وستائلې٬ دغسې سرلښكر كمانډرانو ته د كورونا وباﺀ څخه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عملدرآمد سره د محرم په مهال د ضلعي انتظاميې سره د اولس تحفظ او سلامتيا له د ضروري اقداماتو باوري كولو سپارښتنه هم وكړه