د پاكستان فټ سال فېډرېشن تر اهتمام لاندې د جشن آزادۍ په لړ كښې د فټ سال نمائشي مېچونه د اګست په 14 مه نېټه كېږي

اسلام آباد ۔ 09 اګست (اے پی پی) د پاکستان فټ سال فېډرېشن تر اهتمام لاندې د جشن آزادۍ په لړ كښې د فټ سال نمائشي مېچونه د اګست په 14 مه نېټه كېږي۔ د پاکستان فټ سال فېډریشن سنیئر نائب صدر عدنان احمد ملک سرکاری خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې ووئيل چې په 14 اګست به د جشن آزادۍ په لړ كښې د فټ سال نمائشي مېچونه اسلام آباد، لاهور، پېښور ، کوئټه، کراچۍ، ګلګت او د مظفرآباد په شمول په ضلعي كچه كولې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ټولو اړوندو صوبائي او ريجنل اېسوسي اېشنز ته هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل ددې مېچونو كولو مقصد د جشن آزادۍ ورځ جوش او جذبې سره لمانځل دي او د مېچونو په پايه كښې به بريالو لوبغاړو ته انعامونه هم وركولې شي