د لوئے اختر په مهال دې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له په وضعه كړې شويو اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ټول قام ته د لوئے اختر مباركي

اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ټول قام ته د لوئے اختر مباركي وركولو سره خواست كړے دے چې د اختر په مهال دې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له په وضعه كړې شويو اېس او پيز عمل درآمد باوري كړې شي۔ دخالي په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د اختر بشپړه خوشحالۍ ولمانځۍ ولې خدائے لپاره د خپلې او نورو خلقو د ښېګړې په خاطر په حفاظتي تدبيرونو (اېس او پیز) عمل كول هېر نه كړۍ۔