د لوئے اختر اصل خوشحالي به هله وي چې كله د سبز هلالي بېرغ تر سېوري لاندې د سرينګر مركزي جامع مسجد كښې خپلو كشميريانو وروڼو سره د اختر لمونځ ادا كړؤ۔ د پارلماني چارو وزير علي محمد خان ټويټ

اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د پارلماني چارو وزير علي محمد خان ټولو كشميري وروڼو خوېندو ته د اختر مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د لوئے اختر اصل خوشحالي به هله وي چې كله د سبز هلالي بېرغ تر سېوري لاندې د سرينګر مركزي جامع مسجد كښې خپلو كشميريانو وروڼو سره اختر لمونځ ادا كړؤ۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو كشمير به پاكستان جوړ شي۔