د لندن مادام تساؤ عجائب ګھر كتونكو له يو وارې بيا پرانستلې شو

لندن۔ 01 اګست (اے پی پی) د برطانيې پلازمينه لندن كښې مادام تساؤ عجائب ګھر كتونكو له يو وارې بيا پرانستلې شوې دې۔ مادام تساؤ عجائب ګھر د اګست په اولنۍ نېټه پرانستے شو۔ بياهم دكورونو وائرس خپرېدو مخنيوي په لړ كښې كتونكو ته به د خپلو اتلانو مجسمو سره د لاس لګولو اجازه نه وي او دې سره د سيلفيانو جوړولو په وخت به د سماجي فاصلې خيال ساتل وي۔ د خالي په ورځ د عجائب ګھر پرانستلو نه وړاندې د مجسمو د صفائۍ عمل بشپړ كړے شو او اولسي شعور بېدارولو له په عجائب ګھر كښې موجود مجسمو ته ماسك واچولې شو۔ دې مجسمو كښې د صدر ټرمپ او برطانوي وزيراعظم مجسمه هم شامل ده۔ د ذريعو له مخې عجائب ګھر ته ننوتلو نه وړاندې د تهر مشينانو د لارې د سېلګرو درجه حرارت معلومولې شي۔