د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اختر لمونځ نه وروستو ميډيا سره خبرې

په كشميري اولس د هند ظلم نور د زغملو نه دے۔ په 3 اګست به لائن آف كنټرول ته ځمه۔ هند ته به پېغام وركوم او نړۍ ته به وايم چې هند د مسلم اكثريت تناسب بدلولو هڅه كوي۔ د هندي ظلم او زياتي غندنه كوؤ۔

ملتان ۔ 01 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي په كشميري اولس د هند ظلم نور د زغملو نه دے۔ په 3 اګست به لائن آف كنټرول ته ځمه۔ په پاكستانۍ سيمه كښی ودرېدو سره به هند ته به پېغام وركوم او نړۍ ته به وايم چې هند د مسلم اكثريت تناسب بدلولو هڅه كوي۔ د هندي ظلم او زياتي غندنه كوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د دربار حضرت بهاؤالدین زکریا جومات كښې د اختر لمونځ نه ورستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د اګست په 5مه نېټه به مقبوضه كشمير كښې د هندي محاصرې يو كال ترسره شي۔ كشميريانو سره په بشپړه توګه د يو والي څرګندونې له د اګست 5 مه نېټه د استحصال ورځې په توګه لمانځؤ۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې د لوئے اختر ورځ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي ولې مقبوضه كشمير كښی د كشميريانو بېرغ وغورځولے شو۔ په دوئي جبر وكړے شو۔ نن هم شايد د جامع مسجد سري نګر كښې د اختر لمونځ ادا نه كړے شو۔ ده ووئيل هند د بابري مسجد په ځائې مندر جوړولو سره د ټولې اسلامي نړۍ استحصال كوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د اګست په 5 مه نېټه به سهار 10 بجې كشميريانو سره يووالي له د يوې دقيقيې خاموشي اختيار كولې شي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم به كشمير اسمبلۍ ته خطا0ب كوي او صدر مملكت به اسلام آباد كښې د لاريون مشري كوي۔ بېلو ښارونو كښې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له به لاريونونه ويستلې او سيمينارونه كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل هېواد كښې د كورونا رنځورانو شمېره كمه شوې ده ولې كه غفلت وكړے شو نو خواري ضائع كېدې شي۔ده ووئيل قام بايد په كورونا اېس او پيز عمل وكړي۔ د روان كال اختر بدل دے۔ د دے كال حج هم د پخوا په مقابله كښې بدل وو۔ حاجيان محدود كړې شوې وو۔ قام دې فرائض ترسره كړي ولې احتياط دې وكړي۔ د نیا پاکستان هاؤسنګ اسکیم حوالې سره شاه محمود قرېشي ووئيل پرون د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه وشوه كومه كښې چې بلډرز پرېكړه وكړه چې هغوي به دوه نه درې مياشتې كښې د 1300 اربه روپو سرمايه كاري كوي۔ دې سره به پاكستانې معيشت مستحكم شي۔ د سوئيلي پنجاب صوبې حوالې سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل جنوبی پنجاب سېکرټرېټ به جوړېږي۔ وزیراعظم سره د سوئيلي پنجاب د قامي اسمبلۍ غړو خبره شوې ده۔ د سوئيلي پنجاب فائل به لاهور ته نه ځي۔ ټول اختيارات به ترلاسه وي۔ سوئيلي پنجاب لپاره څو لسيزو څخه غږ پورته كړې شوې وو ولې پېشرفت مونږ زيات كړے دے۔