د بحيره روم ګاونډي هېوادونه دې په ګډه د ستونزو حل ولټوي

انقره 11 اګست (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي د بحيره روم په غاړه پراته هېوادونه دې په ګډه د حقونو د تحفظ يوه فارمولا تشكيل كړي. د تركيې صدر دا خبرې د كابينې د غونډې نه پس په خپل يو بيان كښې كړي. ده ووئيل د ختيز بحيره روم د شخړې حل د خبرو اترو او د جائزو اختياراتو د تقسيم سره تړلے شوے ، تركيه د كوم بل هېواد په حقونو، سيمه ايزه سلامتيا يا سمندري حدود نظر نه لري خو تركيه يوازې تر ساحلي پټې محدود ساتل د قبلولو وړ عمل نه دے. ده ووئيل د بحيره روم په غاړه پراته هېوادونه دې په ګډه د حقونو د تحفظ يوه فارمولا تشكيل كړي