د انګلستان او پاكستان ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

مانچسټر 04 اګست (اے پی پی) د انګلستان او پاكستان ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ په مانچسټر كښې پېل كېږي. د انګلستان د لوبډلې مشري به جو روټ كوي او د پاكستان لوبډله به د اظهر علي په مشرې كښې مېدان ته راوځي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د خوندورې لوبې توقع ده. د انګلستان لوبډلې د دې نه وړاندے د وېسټ انډيز لوبډلې ته ماتې وركړې