د اختر دا موقعه به زمونږ ژوند كښې بلها خوشحالۍ او كاميابۍ راولي۔ د قربانۍ جذبې سره دې بې وزله او حاجتمندو بشپړه مرسته وكړې شي۔ اولس دې كورونا وائرس څخه د بچ كېدو احتياطي تدبيرونه نه نظر انداز كوي۔ مقصد ترلاسه كولو كښې هر ډول قربانۍ له چمتو پاتې كېدل د كاميابۍ كنجي ده۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اختر په موقع قوم او اسلامي نړۍ ته د مباركۍ پېغام

اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اختر د خوشحالۍ په موقع ټول قام او اسلام نړۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د اختر دا موقعه به زمونږ ژوند كښې بلها خوشحالۍ او كاميابۍ راولي۔ د قربانۍ جذبې سره دې د بې وزله او حاجتمندو بشپړه مرسته وكړې شي۔ اولس دې كورونا وائرس څخه د بچ كېدو احتياطي تدبيرونه نه نظر انداز كوي۔ مقصد ترلاسه كولو كښې هر ډول قربانۍ له چمتو پاتې كېدل د كاميابۍ كنجي ده۔ د لوئے اختر په موقع د قام په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر ووئيل د خوشحالۍ دا موقعه به زمونږ ژوند كښې بلها خوشحالۍ او كاميابۍ راولي۔ ده ووئيل لوئي څښتن د خپلو خوښ كړې شويو بندګانو امتحان اخستے كوم كښې چې هغوي كامياب شوي دي۔ د امتحان په وخت بايد انسان ټينګ پاتے شي۔ د مقصد ترلاسه كولو له د هر ډول قربانۍ له به چمتو پاتے كېدل وي۔ د قربانۍ دې اختر په موقع دې د قربانۍ جذبې سره د بې وزليو او حاجتمندو مرسته وكړې شي۔ د صحيح بخاري حديث حواله وركولو سره صدر ووئيل نبي كريم (ص) د قحط سالۍ په دور كښې د درې ورځو ضرورت نه د زياتې غوښې اېښودلو نه منع فرمائيلي۔ ده ووئيل چاپېرچل كښې دې بې وزله ولټولې شي دغسې چې هغوي ته د قربانۍ څه نه څه برخه ورسي۔ ده په اولس زور راوړو چې كورونا نه د بچ كېدو تدبيرونه اختيار كړي۔ ده ووئيل اولس دې لوئے څښتن نه په منت ٬ زارۍ او ژړا سره وغواړي چې هغه دې مونږ ددې وباﺀ آفتونو نه بچ وساتي۔ ۔