امريكائي صدر د نومبر په مياشت كښې د صدارتي ټاكنو نه پس د جي سېون ګروپ د كوربتوب كولو تجويز وركړو

واشنګټن 11 اګست (اے پي پي) امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ سږ كال د نومبر په مياشت كښې د صدارتي ټاكنو نه پس د جي سېون ګروپ د كوربتوب كولو تجويز وړاندے كړے او وئيلي ئې دي هغه به داسې هېوادونو ته هم بلنه وركوي كوم چې په عمومي توګه د نړيوالې كچې په غونډو كښې ګډون نه كوي. ده دا خبرې د كورونا وائرس په اړه د خپل يو ورځني پرېس بريفنګ په مهال وكړې. ده ووئيل د ټاكنو نه پس كوم هم وخت دې كار كولو ته مائل يم. مونږ د ټيلي كنفرنس يا د كومې غونډې د لارې دا كار كولے شو خو ما پرون خپلو ملګرو ته وئيلي دي چې بايد مونږ تر ټاكنو دې كار ته انتظار وكړو. صدر ټرمپ د نومبر په درېمه نېټه د امريكې په صدارتي ټاكنو كښې د بريا ترلاسه كولو هيله هم څرګنده كړه