افغانستان كښې به د نومبر تر آخر د امریكائې عسكرو شميره 5 زره څخه كمه كړے شي

واشنګټن 11 اګست (اے پی پی) د امریكې دفاع محكمې پینټاګون وئيلي دي امریكا به په نړيوالو خبرو اترو كښې د پیشرفت په توګه افغانستان كښې د نومبر تر آخري ورځو د امریكې عسكرو شميره 5 زره څخه كمه كړي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د امریكې دفاع محكمې جاري كړي بیان كښې وئيلي دي امریكا به تر راروانو 4 مياشتو افغانستان څخه د امریكائې عسكرو ستنولو سلسله روانه ساتلو تر مخه د نومبر تر آخري ورځو د خپلو عسكرو شمېره د 5 زره څخه كمه كړي ٬ امریكې عمر له د كانګریس او د ناټو خپلو اتحادیانو او نورو شراكت دارو سره د مشاورت نه پس د امریكې او افغان طالبانو ترمينځه د دوحه لوظنامې له مخې افغانستان څخه د امریكې عسكرو ستنيدو په پريكړه عملدرآمد كړے ۔ په دې اړه د امریكې دفاع وزير مارك ایسپر ووئيل د نومبر تر آخر به پھ افغانستان كښې د امریكې عسكرو شميره 5 زره څخه هم كمه شي خو د دفاع محكمه به وړاندې څخه دا خبره باوري كوي چې د افغانستان ترهه ګرو څخه به امریكې ته كوم خطره نه وي