په پيرو كښې د كورونا ځپلو شمېره 4 لكه او د مړو شمېره 19 زرو ته رسېدلې

ليما 30 جولائي (اے پي پي) د سوئيلي امريكې په پيرو هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د رنځورانو شمېره 4 لكه ته رسېدلې او تر اوسه په دې وبا كښې 19 كسان مړه شوي. د فرانس خبري اژانس له مخې د پيرو د روغتيا وزارت وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د كورونا نور 5678 كېسونه رپورټ شوي او 204 كسان مړه شوي. په دې هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 19 زرو ته رسېدلې او د ځپليو شمېره 4 لكه ښودلې شوې. د يادونې وړ ده د پيرو د پايه تخت ليما پشمول د هېواد په زياتره سيمو كښې لاك ډاٶن ختم كړے شوے.