په تېر شوا روز كښې د كورونا وائرس 1063 نوي كیسونه رپورټ شوي ، 27 كسان مړه شوي

اسلام آباد 29 جولائی (اے پی پی)ټول هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 27 كسان مړه شوي چې پكښې 24 كسان په روغتونونو كښې دغسې 3 كسان په كورونو كښې د قرنطینه په مهال مړه شوي۔ د نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر د اړخه جاري تازه رپوټر له مخې ټول هيواد كښې د كورونا ایكټو كيسونه د تيرو 24 ساعتو په مهال يو زر 63 رنځورانو اضافې سره 25 زره 513 پاتې شوي۔ تر اوسه ټول هيواد كښې د كورونا وائرس له ماتې وركونكو كسانو شميره 2 لكهه 44 زره 883 ته رسيدلې ۔د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هيواد كښې د كورونا 21 زره 256 ټیسټونه شوي چې پكښې په سندھ كښې 9 زره 571، پنجاب كښې 7 زره 38، خیبرپښتونخوا كښې يو زر 131، اسلام آباد كښې يو زر 840، بلوچستان كښې يو زر 302، ګلګت بلتستان كښې 106 او آزاد كشمیر كښې 268 كسانو د كورونا وائرس ټیسټونه شوي ۔ بلوچستان كښې كوم هم رنځور په وینټی لیټر نشته۔ ټول هيواد كښې د كورونا لپاره بيل كړې شوي يو زر 859 وینټیلیټرز كښې په 227 وینټیلیټرز د كورونا رنځوران پراته دي۔ تر اوسه ټول هيواد كښې د كورونا رنځورانو شميره 2 لكهه 76 زره 288 ته رسيدلې چې پكښې سندھ كښې يو لكه 19 زره 398، آزاد كشمیر كښې 2 زره 55، بلوچستان كښې 11 زره 654، ګلګت بلتستان كښې 2 زره 42، اسلام آباد كښې 14 زره 963، خیبرپښتونخوا كښې 33 زره 724، پنجاب كښې 92 زره 452 رنځوران شامل دي دغسې د كورونا له امله د مړو شميره 5 زره 892 ته رسيدلې۔ سندھ كښې د مړو شوو كسانو شميره 2 زره 172 ده چې پكښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 9 كسان روغتونونو كښې دغسې يو تن په كور كښې د قرنطینه په مهال مړ شوے۔