د نړۍ ستونزې د اللہ رب العزت لخوا په بندګانو امتحان دے٬ هم د لوي څښتن په امر مصيبتونه راځي او لرې كېږي، ستونزې تل لپاره نه وي، د اللہ پاك فرمان دے هر مشكل سره آسانۍ وي،

رياض 30 جولائي (اے پي پي) د كعبې امام شېخ عبد اللہ بن سليمان المنيع وئيلي دي د نړۍ ستونزې د اللہ رب العزت لخوا په بندګانو امتحان دے٬ هم د لوي څښتن په امر مصيبتونه راځي او لرې كېږي، ستونزې تل لپاره نه وي، د اللہ پاك فرمان دے چې هر مشكل سره آسانۍ وي، اللہ د هر څيز خالق دے او د ھغه نه سېوا هېڅوك معبود نشته، د تقوي د خاوندانو لومړي صفات دا دي چې صبر وكړۍ او هم دا په نېغه لاره تګ كوٶنكو لپاره نجات دے، مسلمانانو لپاره ضروري ده چې د هر ډول بدعت او خرافات نه ځان لرې وساتي، اللہ تعالي انسان لپاره سخته نه بلكې آسانۍ غٶاړي، دا عقيده پكار ده چې كله وباء ډېره شي شي نو هم اللہ پاك به ترې زمونږ نجات فرمائي، چې كله وباء خپره شي نو بنده له بلې سيمې ته تګ پكار نه دے۔ د زيارت په ورځ د مسجد نمره څخه د كعبې امام شېخ عبداللہ بن سليمان المنيع د حج خطبه وركولو په مهال ووئيل زه ګواهي وركوم چې اللہ وحدہ لاشريك دے او د ھغه نه سېوا څوك د عبادت لائق نه دي او د حضرت محمد ۖ د اللہ رسول دے ، اللہ پاك په هر څيز قدرت لري او الله پاك مونږ لپاره داسې رسول منختب كړے چې ورته تاسو ټول خواږه ئې، په رسولۖ د الله پاك له اړخه درود وائۍ۔ ده ووئيل الله رب العزت د تقوي خاوندانو ته نصيحت كړے چې بېشكه هر څه چې په زمكه كښې دي اللہ لپاره دي او ھغه ذات په ټولو معاملو پوهېږي۔ د كعبې امام ووئيل د الله ذات هر مصيبت او پرېشانۍ لرې كولې شي او مونږ د الله پاك شكر ادا كوٶ چا چې مونږ ته دومره نعمتونه راكړي او كوم كس چې تقوي اختيار كړي رب العزت د ھغه لپاره لارې جوړوي، تاسو ټول د رب اطاعت كوئ او د ګناهونو نه لرې اوسۍ٬ د دعاګانو د لارې د الله قرب حاصل كړې۔د كعبې امام ووئيل د اللہ رب العزت نه سېوا د هېچا اطاعت ونه كړې او هم الله پاك د عبادت او اطاعت لائق دے ۔ ده ووئيل الله پاك تاسو پېدا كړې ئې نو تاسو هېڅوك الله پاك سره شريك مه جوړوۍ او په توحيد قائم اوسۍ هېڅ څوك د شرك لاره مخه اختياروۍ، هم الله پاك د عبادت لائق دے او د الله پاك نه علاوه څوك معبود نشته ٬ الله پاك د ټولو معاملو تر سره كونكے دے۔ د كعبې امام ووئيل اللہ رب العزت فرمائي آيا تاسو د خپل رب اطاعت پرېښودو سره د بل چا اطاعت كول غواړۍ، د شرك د غندنې په قرآن مجيد كښې هم بيان شته ٬ چې شرك كوٶنكي زيان مند دي، د الله شکر كوٶنكي بندګان جوړ شۍ۔ د كعبې امام ووئيل د الله پاك ارشاد دے بېشك محمدۖ د اللہ آخري نبي دے او د محمدۖ نه وروستو به يو نبي نه راځي او څه چې زمونږ آخري نبي راوړې دي په ھغې دې ايمان راوړلے شي او بېشكه الله رب العزت د اسلام دين بشپړ كړے چې پكښې د هېڅ كمي بيشي ګنجائش نشته، د بدعت نه لرې وسۍ او زمونږ نبي هم د بدعت نه د لرې پاتې كېدو امر كړے ۔ د كعبې امام ووئيل د نبي کريمۖ په تعليماتو د زړه د اخلاصه عمل كول ايمان دے، محمدۖ خپل ژوند خېر لپاره وقف كړے ٶ او هر ډول قرباني او عبادت خاص الله پاك لپاره پكار دي۔ د كعبې امام ووئيل د الله پاك ارشاد دے نن ورځ ما تاسو لپاره دين بشپړ كړو او په تاسو مې خپل نعمتونه پورا كړل او اسلام مې د دين په توګه تاسو لپاره منتخب كړو۔ د كعبې امام ووئيل بېشك اسلام په پېځو څيزونو قائم دے، د دې خبرې ګواهي وركول چې الله واحد دے او رسول اللہۖ د اللہ رسولۖ دے ، مونځ ، روژہ، زکوة ، حج دا ټول د اسلام اركان دي او په دې د اسلام عمارت ولاړ دے څوك چې د استطاعت خاوند دے په ھغه حج فرض دے۔ د كعبې امام ووئيل رسول اللہۖ څخه چا پوښتنه وكړه چې ايمان څه دے نو نبي کريم ۖ وفرمائيل په الله ايمان راوړل، په فرښتو اېمان راوړل ٬ په اسماني كتابونو ايمان راوړل او په ټولو رسولانو ايمان رواړل ۔ د كعبې امام ووئيل اللہ رب العزت په قرآن کريم كښې فرمائيلي مونږ تاسو ته رسول درولېږلو څوك چې زما آيتونه تاسو ته لولي او تاسو ته كتاب او حكمت زده كوي او ھغه هر څه تاسو ته زده كوي تاسو نه پوهېږۍ نو زما شكر ادا كړۍ او زما ناشكري مه كوۍ او اے د ايمان خاوندانو صبر او د مونځ د لارې مدد وغواړې۔ د كعبې امام ووئيل د الله تعالٰې ارشاد دے صبر د تقوي د خاوندانو صفت دے او څوك چې په مشكل او پرېشانۍ كښې صبر وكړي او د الله پاك نه وېرېږي ھغه متقيان دي۔ د كعبې امام ووئيل بېشكه د دنيا په ژوند كښې ستونزې هم شته او مسئلې هم په دې مونږ له د صبر امر راكړے شوے چې مونږ صبر وكړو۔ د كعبې امام ووئيل په قرآن حکيم كښې د الله پاك واضح ارشاد دے چې زه به په تاسو آزموئنه كوم٬ ېرې سره ٬ لوږئ سره٬ د مېوو كمي سره او د ځانونو كمي سره او اے د الله رسولهۖ صابرينو ته بشارت وركړې چې ھغه خلق ستونز سره مخ كېږي نو وائي چې مونږ د الله پاك يوو او الله پاك پلو به ځو نو په داسې خلقو د الله پاك رحمتونه ورېږي او د الله پاك ارشاد دے چې كوم خلق صبر كوي مونږ به ھغوي ته بدله وركوٶ او هر څه چې د ايمان خاوندانو ته رسېږي په دې دنيا كښې ھغه هر څه ليكلے شوي او د اللہ رب العزت د نعمتونو چرچا كوئ او ھغه يادوۍ الله پاك انسان له بې شمېره نعمتونه وركړي ٬ كه ھغه نعمتونه شمېرل غواړۍ نو وبه نه شمېرلے شۍ۔ د كعبې امام ووئيل اللہ رب العالمين قرآن مجيد كښې لوظ كړے چې هر مشكل سره آسانۍ شته او دا ئې هم فرمائيلي دي چې په انسان به ھغه هومره تكليف اچولې شي څومره چې ھغه زغملے شي چې څومره د ھغه استطاعت دے، اللہ وفرمائيل تاسو لپاره آسانۍ غواړم٬ د الله اطاعت وكړۍ او د الله د رحمت طلبګار شۍ، ستونزې د ژوند په هر آړخ كښې موجود دي٬ په معاشي معاملو كښې هم او د ژوند په نورو څانګو كښې مشكلات شته ، دا مهال ټوله نړۍ ستونزو سره مخ ده او خلقو له پكار دي چې ھغوي خپل لوظونه ترسره كړي٬ د غريبانانو او مسكينانو پكار راشۍ، زکوة ادا كول پكار دې خوا كه تاسو په سخته كښې ئې يا آزاد ئۍ۔ د كعبې امام ووئيل اللہ پاک قرآن مجيد كښې ارشاد فرمائي كله چې مور او پلار بوډهاګان شي نو ھغٶي ته اف قدرې مه كوۍ ٬ ھغوي ته د رحم په سترګه ګورۍ او ھغوي لپاره دعاګانې كوۍ چې الله پاك پرې رحم وكړي څنګه چې په ماشوم والي كښې ئې چې زموږ پالنه كړې وه۔ د كعبې امام ووئيل اللہ تعالي عدل او انصاف او او مانتونه خپلو مالكانو ته د رسولو امر كوي او الله پاك فرمائې كله هم چې پرېكړه كوئ نو انصاف او عدل سره كوئ ٬ كله چې دوه مسلمانانې ډلې خپلو كښې په جنګ شي نو د ھغوي ترمېنځه روغه جوړه كوئ