د صحت قامي وزارتِ، يونېسف او د روغتيا نړيوالې ادارې په اولس د لوي اختر لمانځلو په مهال د كرونا خپرېدو لاره نيولو لپاره په معياري طريقه كار خپلولو زور رواړې

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د صحت قامي وزارتِ، يونېسف او د روغتيا نړيوالې ادارې د آن لائن غونډې په مهال په اولس د لوي اختر لمانځلو په موقع د كرونا خپرېدو لاره نيولو لپاره په معياري طريقه كار خپلولو زور رواړې دې دغسې چې لوے اختر په محفوظ ډول ولمانځلې شي۔ د قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې آن لائن غونډه وشوه۔ په غونډه كښې په دې خبره زور رواړلې شو چې خپل ځان او خپله كورنۍ د وېرس نه بچ كولو لپاره كردار لوبول د هر پاكستاني فرض دے۔ د لوي اختر په موقع د كرونا وېرس څخه بچ كېدو لپاره د احتياطي تدبيرونو خپلولو مقصد د وزيراعظم عمران خان لخوا په معياري عملي اقداماتو عملدرآمد كولو سره د وېرس خپرېدل يو ځل بيا بام ته د رسېدو نه ايسارل دي كومې ته چې د واړه اختر نه پس رسېدلې ٶ۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا ووئيل مونږ دا مهال د وبائي صورتحال څخه د جنګ په يو اهم پړاٶ كښې يو٬ دا مهال د كرونا وېرس په كېسونو كښې تر ډېره حده كمې راغلې دې او اوس په دې پړاٶ كښې مونږ د بې غورۍ متحمل نه شوكېدې د كومې تجربه چې مونږ څخه د واړه اختر په موقع شوې وه۔ ده ووېيل د وېرس وباء څخه پېدا شوې حالات څخه ګرد هېواد كښې د اولس ژوند او صحت متاثره شوې دې او په سوب ئې د اهم سروسز په وركولو هم تباه كن اثرات مرتب شوې دي۔ ده ووئيل په دې سروسز كښې صحت ٬ غذا٬ تعليم ٬ اوبه او د صحت او صفائۍ غوندې بنيادي عنصر شامل دي۔ په دې موقع د يونېسف پاكستان لپاره نمائنده عائده ګرما ووئيل دا مهال مونږ د كرونا په ضد جنګ كښې اهم پړاٶ كښئ داخل شوې يو٬ په دې جنګ كښې د مارچ مياشتې څخه زمونږ قيادت د صحت لپاره د پاكستاني وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا اهم شراكت دار پاتې يو او د دې نه علاوه سروسز لپاره وقف هېلت وركرز هم د لومړۍ دستې په توګه كليدي كردار ادا كولو كښې بوخت دي۔۔ دې ووئيل د پاكستان حکومتِ يونېسف او د روغتيا نړيوالې ادارې په مرسته ګرد هېواد كښې د دې سروسز وركړې پېل او تسلسل په ځائ ساتلو عمل باوري كولو په لړ كښې بوخت دي٬ د پوليو څخه زيات ځپلې شوې سيمو كښې د پوليو واكسين وركولو لړۍ د وړاندې نه پېل شوې ده۔ پاکستان كښې د روغتيا نړيوالې ادارې نمائندہ ډاکټر پاليثا ګورنارتھنا ماهيپالا په دې موقع ووئيل د صحت نړيواله اداره د پاكستان د هلو ځلو ستاېنه كوي۔ په دې موقع د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز٬ د كركټ نړيوال لوبغاړي محمد رضوان٬ په پمز روغتون كښې د كرونا ورېس فوكل پرسن ډاكټر نسيم او پنځلس كلنې عريشه فاطمه وېډيو پېغام رېكارډ كړل۔ په دې موقع دا پېغامونه وچولې شول چې پكښې اولس ته خواست شوې د وېرس په ضد فعاله كېدو سره د اولس ژوند بچ كولو كښې خپل كردار لوبوۍ۔