جاپان ، ریسټوران كښې چاؤدنه ، يو كس مړه ،17 ژوبل

ټوکیو 30 جولائی (اے پی پی) جاپان ریسټوران كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې يو كس مړ او 17 نور ژوبل شوي۔ د جاپان ميډيا له مخې د جاپان فوکوشیما صوبې کوریاما ښار كښې ریسټوران كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې يو كس مړ او 17 كسان ژوبل شوي۔ ریسکیو ډلو مړ او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولېي۔ پولیس د چاؤدنې سبب معلومولو لپاره پلټنې پيل كړې دي