تركيه د سوشل مېډيا رېګولېشن بل منظور كړو

انقره 30 جولائي (اے پي پي) د تركيې پارلمان د سوشل مېډيا د رېګولېشن بل په اكثريت سره منظور كړے. د تركيې ځائي مېډيا له مخې د تركيې په پارلمان كښې د سوشل مېډيا څخه قابل اعتراض مواد لرې كولو لپاره بل وړاندے كړے شو كوم چې د پارلمان ټولو غړو منظور كړو . د نوي قانون منظورې نه پس به په سوشل مېډيا د قابل اعتراض موادو په شريكولو بندېز وي او داسې مواد به 48 ساعتو كښې دننه لرې كول لازمي وي.