برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره25 لكهه 55 زره څخه زياته شوه ، 90 زره څخه زيات كسان مړه شول

ریوډی جنیرو 30 جولائی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره25 لكهه55 زره څخه زياته شوي دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 90 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې چارواكو ووئيل برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي۔ برازیل كښې د كورونا وائرس مصدقه رنځورانو شميره 2555518 ته رسيدلې ده۔ د برازیل بيلو ښارونو كښې دا مهال د كورونا وائرس 677911 فعاله رنځوران شته ۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 1595 كسان مړه شوي او دې سره د مړو مجموعی شميره 90188 ته رسيدلې ده ۔ برازیل كښې د كورونا وائرس نور 69074 رنځوران تصدیق شوي او دې سره د ځپليو شميره 2552265 ته رسيدلې ده۔ هيواد كښې تر ټولو زياته آبادی لرونكې ښار ساوَ پاوَلو كښې د كورونا 514197 رنځوران رامخې ته دي دغسې ښار كښې 22 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ برازیل كښې تر اوسه 17لكهه 87 زره څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي برازیل د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے د نړۍ دويم هيواد دے