ډپټی سپیکر قاسم خان سوری د درېو پارلیمانی خبريالانو د کورونا ټیسټ په مثبت راتللو هغوي سره د يووالي څرګندونه وكړه

اسلام آباد 14 مئی (اے پی پی) ډپټی سپیکر قاسم خان سوری د درېو پارلیمانی خبريالانو د کورونا ټیسټ په مثبت راتللو د هغوي سره د يووالي څرګندونه كړې ده او هغوي له ئې د قامی اسمبلۍ سیکټريټ د اړخه د هر ممكنه مرستې باور وركړے۔د زيارت په ورځ پارلمان كښې د درېو خبريالانو د کرونا وائرس اطلاعات نه پس ډپټی سپیکر قاسم خان سوری ځپلې شوو خبريالانو سره تيلي فوني تماس ونيولو او هغوي سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔ ډپټی سپیکر قاسم سوری جوائنټ سیکرترې ایډمن ته ذمه واري وركړه چې د ځپلې شوو خبريالانو هر ممكنه مرسته وكړي