مصر كښې د كرونا وائرس وبا له امله د رنځورانو شمېره 13484 ورسېده

قاهره 21 مئي (اے پي پي) د مصر صحت وزارت وئيلي دي مصر كښې د كرونا وائرس وبا له امله د رنځورانو شمېره 13484 رسېدلې ده چې پكښې په يوه ورځ كښې د وبا له امله 720 نوي كېسونه هم شامل دي۔ د مصر صحت وزارت وياند له مخئ په هېواد كښې د كرونا وائرس په سوب تر اوسه 659 كسان مړه شوي دي۔