سعودی عربستان ،جوماتو څخه د تكبيرونو پورته كولو اجازه

ریاض ۔ 23 مئی (اے پی پی) سعودی عربستان كښې د وړوكي اختر په موقعه جوماتونو څخه د لاؤډ سپيكرو د لارې د اختر تكبيرونو پورته كولو اجازه وركړې شوې ده۔ شاهي فرمان جاري كولو سره د سعودي عربستان جامع مسجد مؤذنينو ته اجازه وركړې شوې ده چې هغوي د اختر په ورځ د لاؤډ سپيكرو د لارې تكبيرونه پورته كولې شي۔ د اسلامي چارو ٬ دعوت او لارښودنې وزير ډاكټر عبد اللطيف بن بن عبدالعزیز آل الشیخ د ګرد هېواد جامع مسجدونو ټولو مؤذنينو ته هدايت كړې دې چې هغوي دې د اختر په ورځ د سحر لمونځ نه تر د اختر لمونځ د لاؤد سپيكرو د لارې تكبيرات نشر كړي۔ دې نه وړاندې د اسلامي چارو سعودي وزير ټولو مسجدونو او عيدګا كښې د اختر لمونځ نه ادا كولو په اړه حكم جاري كړې وو