د سندھ ګورنر او د هوابازۍ وفاقي وزير د الوتكې پېښې ځائې دوره ٬ د سيمې وګړو سره ملاقات ٬ د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته به سړي سر 10 لكه روپۍ وركولې شي۔ د پېښې په اړه بې بنسټه خبرو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ د سندھ ګورنر ۔ د حق رسېدليو كسانو ډي اېن اے اخستې شوې دي۔ پسماندګان او ځپلې كسان قصر ناز او ایئر پورټ هوټل كښې ايسارولې شي۔ ميډيا سره خبرې وفاقی حکومت به تباه شوې كورونه جوړوي۔ تحقيقاتي راپور به اولس ته وړاندې كوؤ۔ غلام سرور خان

کراچی۔ 23 مئی (اے پی پی) دسندھ ګورنر عمران اسماعيل او د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان ماډل كالونۍ كښې پرېوتو سره د تباه شوې الوتكې ځائې د خالي په ورځ دوره وكړه۔ د سندھ ګورنر د سيمې وګړو څخه د پیښې په اړه تفصيلات معلوم كړل۔ د سندھ ګورنر ووئيل دا د افسوس وړ پېښه ده په كومه كښې چې قيمتي انساني ځانونه خپل حقيقي خالق پلو تلي دي۔ په دې مهال ده سره د پي آئي اے سي اي او هم وو۔ د سندھ ګورنر د پېښې ځائې معائنه كولو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د مرستې كارونو كښې د پاكستان آرمي او رېنجرز ځوانانو ٬ اېدھي فاؤنډېشن ٬ چھيپا ٬ پاكستان بوائز اسكاؤټس او د هلال احمر رضاكارانو كردار ستائلو سره ووئيل دوئي ډېر جوش او جذبې سره كار كړې دې۔ ده ووئيل د مړو پېژندګلو له د حق رسېدليو ډي اېن اے نمونې اخستلې شوې دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت به د حق رسېدليو خپلوانو ته په ابتدائي توګه سړي سر 10 لكه روپۍ وركولې شي۔ د انشورنس رقم به ددې نه ځانله وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وفاقي حكومت لخوا جوړه كړې شوې تحقيقاتي كمېټۍ خپل كار پېل كړې دې۔ ده ووئيل پېښه كښې ددوه كسانو بچ كېدل د لوئے څښتن د قدرت څرګندونه ده۔ د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل پېښه كښې تباه شوې كورونه به وفاقي حكومت جوړوي۔ دغسې دې پېښه كښې د تباه شوې ګاډو تخمينه لګولو سره ددې مالكانو ته به معاوضه وركولې شي۔ ده ووئيل د پېښې په اړه حقائق به پارلمان او اولس ته وړاندې كوؤ