افغان ډلې دې د امن هلې ځلې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د تشدد په كاروائيو كښې كمې وكړي۔ زلمے خليل زاد

كابل 21 مئي (اے پي پي) افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د افغانستان ټولو ډلو نه غوښتنه كړې چې ھغوي د امن هلې ځلې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د تشدد په كاروائيو كښې كمې وكړي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې خاص استازي د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل افغانستان كښې په دې وروستيو كښې د تشدد د كاروائيو په پس منظر كښې ده په افغان طالبانو زور رواړے چې ټولې ډلې د تشدد كاروائۍ كمې كړي۔ ده ووئيل د طالبانو سياسي مشر پشمول طالب مشرانو سره زما ملاقاتونه شوي چې پكښې د بنديوانو خوشې كولو او د تشدد په كاروائيو كښې د كمې پحقله خبرې شوي۔ د يادونې وړ ده زلمي خليل اولس مشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ليدلي او د دواړو مشرانو ترمېنځه ئې د اقتدار شراكت دارۍ لوظنامې نه پس دا هيله څرګنده كړې چې افغان حكومت به اوس هېواد كښې د امن لوظنامه عملي كول باوري كړي۔