د خليج مرستې كونسل په نېدر لينډ كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې وغندلې

رياض 25ستمبر(اے پی پی)د خليج مرستې كونسل(جي سي سي)سېكرټري جنرل جاسم محمد البديوي د نېدرلينډ پايه تخت دي هيګ كښې د ګڼ شمېر سفارتخانو خوا ته د قرآن پاك بې حرمتۍ پېښو سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي خبري اژانس له مخې په خپل يو بيان كښې ده وئېلي دي چې د قرآن پاك بې حرمتۍ پېښې د نه قبلولو وړ عمل دے او د دې څخه په ټوله نړۍ كښې د مېشته مسلمانانو پارولو هڅه شوې۔ ده د اروپائي هېوادونو څخه غوښتنه كړې چې هغوي د قانوني او اخلاقي ذمه وارو احساس كولو سره د مسلمانانو جذبات ته په زيان رسونكو دې اقداماتو بندېز ولګوي